سه شنبه, ۲۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په انګلیس کې فقر
بسم الله الرحمن الرحيم
په انګلیس کې فقر

(ژباړه)

خبر

نوې شمېرې ښيي، چې په لندن کې په هرو لسو کورنیو کې یوه یې د خپلو خوراکي توکو د تر لاسه کولو لپاره په خیریه مرستو تکیه کوي او هغه بانکونه ، چې خیریه مرستې کوي سږ کال به د تېر کال د کریسمس عید په پرتله له ډېرو فشارونو سره مخ شي. دغې څېړنې موندلې، چې په لندن کې په هرو څلورو میندو او پلرونو کې یو یې خپلو ماشومانو ته د خوراکي توکو په تیارولو کې ناتواني احساسوي. دا په داسې حال کې ده چې په هرو پنځو کورنیو کې باید یوه یې د خپل کور ګرمول او یا د خپلې کورنۍ مړول په غاړه واخلي. (سرچینه: د انډپنډنټ انګلیسي ورځپاڼه)

تبصره

 انډپنډنټ ورځپاڼې له دغې موندنې وروسته، چې ۵۰۰ زره ماشومان د سهارنۍ له خوړلو پرته ښوونځي ته ځي، له «فیلکس» پروژې سره د مرستې اعلان وکړ. دغه پروژه چې اوسنۍ موخه یې په دغه کمپاین کې د ماشومانو مړول دي، اړو کورنیو ته هغه خوراکي توکي، چې د مصرفېدو وړتیا لري او شاید وغورځول شي، ویشي. دغه پروژه غواړي، چې د مرستې او د خوراکي توکو د غورځولو او د غذا د کمښت د ستونزې په اړه د پوهاوي کچه لوړه کړي. 

ویل کېږي چې په انګلستان کې هر کال ۱۰ میلیونه ټنه غذایي توکي خرابېږي او غورځول کېږي. په ۲۰۱۶م کال کې له ۴۰۰ میلیونه زیات خوارکي توکي، چې د ګټې اخیستنې وړ و، په کثافت دانۍ کې واچول شول. د غذایي توکو د زیاتوالي او د هغو د غورځولو تر څنګ د ښارونو ډېری شمېر اوسېدونکي له خوارځواکۍ او لوږې څخه کړیږي. همداراز ۵۰ سلنه ځوانې ښځې چې یوازې ژوند کوي، خپلو ماشومانو ته د خوراکي توکو د تیارولو توان نه لري. په هرو ۱۰ میندو او پلرونو کې یو یې دا توان نه لري، چې له مرستندویه بانکونو او خیریه موسسو پرته خپلو ماشومانو ته غذایي توکي ورکړي. اټکل کېږي، چې په انګلیس کې ۸۷۰ زره ماشومان د شپې لخوا، ځکه وږي ویده کېږي چې پلرونه یې دوی ته د غذایي توکو د تیارولو توان نه لري.

انګلیس سره له دې چې په نړۍ کې ـ شپږم غوره اقتصادي ـ هېواد دی؛ خو ولې ورباندې دا ډول حالت واکمن دی او ولې یې خیریه موسیسې د دولت فساد پټوي په داسې حال کې چې د ټولنې ځینې فعالان هم پورتنۍ پوښتنې کوي، چې خیریه موسیسې بیا ولې د غذایي توکو مرسته کوي؟ مهمه دا ده چې پوه شو، چې د پانګوال نظام ناکامۍ په پوره ډول بربنډې شوې دي. پانګوال نظام په دروغو سره ادعا کوي، چې د پانګې نشت لامل شوی، چې د خلکو اړتیاوې نه پوره کېږي. همداراز په دروغو سره ادعا کوي، چې سرچینې محدودې او غوښتنې نا نامحدودې دي؛ خو اوسنۍ سناریو دغه مسله په ډاګه کوي، چې نه خوراکي توکي لږ دي او نه هم پانګه لږ ده.

لوږه خلاقیت او وده له منځه وړي او پر هغو کسانو ډېر فشار راوړي، چې ورسره مخ دي. که څه هم حکومت پرې اعتراف کوي، خو  د دغې ستونزې د حل لپاره کومه واقعي حل لاره نه لري.

د مدینې منورې په قحطۍ کې، کله چې حضرت عمر بن خطاب رضی الله عنه د امت واګې په لاس کې درلوده، له خپلو والیانو یې وغوښتل، چې جزیر‌ة العرب ته خوراکي توکي ولېږدوي، د اوښانو هغه قافلې چې خوراکي او نور اړین توکي یې لېږدول، له سوریې، عراق او مصر څخه را روان شول. له هغه وروسته به د دولت لوړ پوړو کسانو خوراکي توکي پخول او هره ورځ به د دولت لخوا ټولو هغو کسانو ته خوراکي توکي ورکول کېدل، چې مدینې ته به داخلېدل او د ځینو روایاتو پر اساس، هره ورځ به یې ۴۰ زرو کسانو ته خوراکي توکي وېشل.

په داسې حال کې چې د انګلستان لومړی وزیر او نور مشران د خپل ملت د ستونزو او کړاوونو پر وړاندې کوم احساس نه لري، حضرت عمر رضی الله عنه په قحطۍ کې د غوښې له خوړلو څخه پرهېز کړی و او د ډېرې لوږې له امله یې معدې اوازونه کول او ده به ویل: «اې معدې که اواز وکړې او که یې ونه کړې، په الله قسم تر هغه به غوښه ونه وینې، چې د مسلمانانو ماشومان ماړه نشي.» پورتنی مثال د هغه جدیت ښکارندویي کوي، چې اسلامي مشر، حاکم او ښې اسلامي مشرۍ به د خپل رعیت د ستونزو پر مهال کاوه او د دې پر ځای چې ستونزې د نورو پر غاړه ورواچوي، تر هغه به ارام نه کښېناستل، تر څو به یې چې ستونزې نه وې حل کړې.

اسلامي نظام د نبوت پر منهج د خلافت په اډانه کې د الله سبحانه وتعالی په مرسته د انسان په اړتیاوو اعتراف کړی او هغه به د سرچینو پر وېشلو ټینګار وکړي او هغه ستونزې به حل کړي، چې رعیت ورسره مخ دی، چې دغه حللاره به هیلې راوټوکوي او ان‌شا الله د هغو کسانو لپاره به رڼا راوړي، چې د پانګوالي او د هغه د ناکام نظام تر ظلم او تیارې لاندې ژوند کوي.

لیکواله: نادیه رحمان

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې